انصار: (د مرغومی ۲۹ مه) په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم په ارګ کې له خپلې جوړې کړې مدرسې د طالب زده کوونکو د لومړۍ فراغت غونډې او دستاربندۍ مراسمو خبر ورکړی.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې په دغو مراسمو کې د دوی د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او ګڼو نورو چارواکو ګډون کړی و.
مولوي کبیر په دې غونډه کې د خپل رژیم د ځینو پرمختګونو یادونه کړې او ویلي: علم تر ایمان وروسته مهم نعمت دی او موږ د علم او وحدت په برکت نن د یو مسلمان امیر تر قیادت لاندې د اسلامي نظام څښتن یوو.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، په ګڼو ولایتونو کې سلګونه نوې مدرسې جوړې کړي.
د دغو مدرسو جوړولو لړۍ د ارګ تر ماڼۍ هم رسېدلې، چې د ډېرو افغانانو توندو غبرګونونو سره مخ شوې.
د طالبانو یو شمېر منتقدان دوی تورنوي، چې افغانستان په « طالبستان» بدلول غواړي او د همدې لپاره یې میلیونونه نجونې له زده کړو ګرځولي، عصري زده کړې یې کمرنګه کړي او انحصار شوی واک پر خپلو ملایانو او طالبانو وېشي.
طالب چارواکي بیا په دې اړه نیوکې ردوي او مشر یې ملا هبت الله خو په یوه تازه وینا کې ادعا کړې، چې نړیوال د دوی د نقدولو په نوم د ده په باور د « اسلامي شریعت» مخالفت او تخریب کوي.
د طالبانو منتقدان بیا دوی تورنوي، چې له اسلام او شریعت څخه د خپلو افراطي پرېکړو لپاره توجیهات او پلمې جوړوي او نه شي کولای د منتقدانو پر وړاندې د خپلو کړنو ننګه او سپیناوی وکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29695